۲۰۰ زیانمنو کورنیو سره په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ترسره شوې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د درمان موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت سره رود ولسوالۍ او مرکز جلال آباد ښار اړوند ۲۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې، په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۲۰ کیلو وریجې، ۳ کیلو لوبیا، نیم کیلو شین چای او ۲ کیلو بوره ترلاسه کړه.
نېټه: ۱۴۴۶/۴/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره