۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
ننګرهار- د غویي ۲۰مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د کډوالۍ نړۍ وال سازمان سره په همکاري، د یاد شېرزاد، خوګیاڼي، سره رود، کامه، دره نور، چپرهار، پچیراګام ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار اړوند ۲۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۹۳۰۰ افغانۍ، ۱ روغتیایي کېټ او له یادې جملې ۲۳ کورنیو ته ۱ باب خیمه هرې کورنۍ ته ووېشل شوه.