۲۰۰ بېوزله او بې سرپرسته کډوالو کورنیو ۱ میلیون او ۹۶۰ زره افغانۍ په ننګرهار ولایت کې ترلاسه کړې
ننګرهار- د لېندۍ ۲۸مه-۱۴۰۲
د اکټيډ موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې ۲۰۰ بېوزله او بې سرپرسته کډوالو کورنیو ته له سروې وروسته ۱ میلیون او ۹۶۰ زره افغانۍ ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۹۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
