۱ میلیون ۸۵۹ زره او ۶۰۰ افغانۍ ۴۰ کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې
ننګرهار- د لېندۍ ۲۸مه-۱۴۰۲
د DRC موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۴۰ زیانمنو کورنیو ته د کورونو جوړولو په موخه له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته له ۴۰۴۰۰ نه تر ۵۲۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
