۱ میلیون او ۸۴۸ زره او ۸۴۸ افغانی ۴۱۰ کاریګرو ته د کار په بدل کې ووېشل شوې
ننګرهار- د غبرګولي ۲۵مه-۱۴۰۲
د اکټیډ موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار اړوند ۴۱۰ کاریګرو ته د کار په بدل کې نغدي پیسې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې دغو کاریګرو ته د ۱۱ ورځو کار په بدل کې د یوې ورځ لپاره ۳۵۰ افغانۍ په پام کې نیول شوي وې.