۱ میلیون او ۶۴۵ زره او ۸۲۰ افغانۍ ۱۵۸ کاریګرو ته په ننګرهار ولایت کې د کار په بدل کې ووېشل شوې
ننګرهار- د وږي ۶مه-۱۴۰۲
د ډنمارک کډوالۍ سازمان د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په حصارک ولسوالۍ کې ۱۵۸ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۶۴۵ زره او ۸۲۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د پیسو د وېش په دې لړۍ کې هر کاریګر ته د ورځې له ۴۰۰ نه تر ۱۸۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوي وې.