۱ میلیون او ۴۷۷ زره افغانۍ نغدي پیسې ۱۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته د کورونو د ترمیم لپاره په بغلان ولایت کې ووېشل شوې
د ACTED موسسې د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د یاد ولایت دوشي او بغلان مرکزي ولسوالیو اړوند ۱۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوې و، د کورونو د ترمیم لپاره ۱ میلیون او ۴۷۷ زره افغانۍ نغدي پیسې ووېشلې.
په دې مرستو کې له سروې وروسته د یاد ریاست او موسسې ګډ پلاوي په شتون کې هرې کورنۍ ۱۴۷۷۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
۱۴۴۶/۵/۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره