۱ میلیون، ۹۳۴ زره او ۴۰۰ افغانۍ ۲۰۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې
ننګرهار- د غبرګولي ۹مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د کډوالۍ نړۍ وال سازمان سره په همکاري، د یاد ولایت بېلا بېلو ولسوالیو اړوند ۲۰۸ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته ۱ میلیون، ۹۳۴ زره او ۴۰۰ افغانۍ ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۹۳۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
