۱۷۸ زیانمن شوو کورنیو سره په ننګرهار ولایت کې د غیرخوراکي توکو مرستې ترسره شوې
ننګرهار- د وږي ۲۳مه-۱۴۰۱
د IOM موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په خوګیانو، سره رود، بټي کوټ، کامه او بهسود ولسوالیو او جلال آباد ښار کې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله ۱۷۸ زیانمن شوو کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوارکي مرستې ووېشلې. د دغو مرستو په ترڅ کې هرې کورنۍ ته کمپلې، کورنۍ کېټ، د کور جوړونې توکي، خیمه، فرش، ترپال د ګاز ډبه او سولر ووېشل شول.
