۱۶۲۲ اړمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
ننګرهار- د لېندۍ ۲۰مه-۱۴۰۲
د کډوالۍ نړۍ وال سازمان د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په بټي کوټ، کامه، دره نور، حصارک، بهسود، سره رود، شینواري ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار اړوند ۱۶۲۲ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ امریکایي ډالر، ۳ تختې کمپلې او ژمنۍ جامې ووېشل شوې.
