۱۵۵ کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې غیرخوارکي مرستې ووېشل شوې
ننګرهار- د وږي ۱۵مه-۱۴۰۱
د ماشومانو د ساتنې ادارې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت په اچین، سپین غر او چپرهار ولسوالیو کې ۱۵۵ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له بشپړې سروې وروسته هرې کورنۍ ته یو شمېر غیرخوراکي توکي ووېشل.
په دغو مرستو کې ۹ تختې کمپلې، د ګاز ډبه، دیګ بخار او یوشمېر نور د کور اړین وسایل شامل و.