۱۴ سېلاب ځپلو کورنیو په کندهار ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
کندهار- د وري ۱۸مه-۱۴۰۳
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IOM, UNFPA, DRC, UNICEF, Save the Children او WFP موسسو سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۱۴ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۸ بورۍ ۲۵ کیلویي اوړه، ۴ پاکټه غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، ۲ کیلو مالګه، ۲۱ دانې بسکېټ، ۳ تختې کمپلې، روغتیایي کېټ، هایجن کېټ او یو شمېر نور توکي ووېشل شول.