۱۴ سېلاب ځپلو کورنیو په زابل ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
زابل- د زمري ۱۹مه-۱۴۰۲
د UNICEF, UNFPA, DRC, IOM او WFP موسسو د زابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت په ارغنداب او میزانه ولسوالیو او مرکز قلات ښار کې ۱۴ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸ کیلو غوړي، د کور توکي، کمپلې، د پخلنځي کېټ، ۱ روغتیایي کېټ، ترپال او ۱۴۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.