۱۴۰۰ سېلاب ځپلو او اړمنو کورنیو په پکتیکا ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
پکتیکا- د زمري ۲مه-۱۴۰۲
د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په بېلابیلو ولسوالیو کې ۱۴۰۰ سېلاب ځپلو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس په شتون کې خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲ بورۍ اوړه ووېشل شول.