۱۳۸ زیانمنو کورنیو په ننګرهار ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د غویي ۲۴مه-۱۴۰۲
د افغان ماشومانو لپاره د جرمني هېواد مرستې موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په کامه او ګوشته ولسوالیو کې ۱۳۸ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، ۷ کیلو وریجې، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو غوړي، نیم کیلو چاۍ او ۱ دانه کمپله ووېشل شول.