۱۲۰ زیانمنو کورنیو سره په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ترسره شوې
ننګرهار- د غبرګولي ۲مه-۱۴۰۲
د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار اړوند ۱۲۰ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته ۶ قلمه خوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، ۲۷ کیلو وریجې، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو غوړي او نیم کیلو چاۍ ووېشل شول.
