د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۵۰ مستحقو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې 

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۱۳
تصویر

له پېښو سره د مبارزې امادګي ادارې او د HOPA موسسې ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کندهار ښار په ۷ او ۹ ناحيه کې ۷۵۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، هرې مستحقې کورنۍ ته د ماشومانو لپاره ۱.۵ کیلو تغذیوي خواړه، د میندو لپاره ۳ کیلو ځانګړي تغذیوي خواړه او همدارنګه ۲,۹۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول (۲,۱۷۵,۰۰۰) دوه ميليونه او يو لک او پنځه اويا زره افغانۍ نغدي پیسې د ياد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

د مرستو ترلاسه کوونکو د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال سازمان (WFP) او HOPA مؤسسو څخه د مرستو پر وخت او شفاف ډول د وېش په پار مننه او قدرداني وکړه.

نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۵۸
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ایبک ښار کې د اوبو د کانال کیندنې او پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج مولوي نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ایبک ښار په دلخکي کلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د استنادي دیوالونو جوړولو څلور وقایوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له دفتر سره د هغږۍ پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .