۱۰۷۴ بېځایه شویو، راستانه شویو کډوالو، بېوزله او اړمنو کورنیو په کونړ ولایت کې ژمنۍ مرستې ترلاسه کړې
کونړ- د سلواغې ۲۲مه-۱۴۰۲
د افغان پرمختیا موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت ناړی، غازي آباد او چپه دره ولسوالیو اړوند ۱۰۷۴ بېځایه شویو، راستانه شویو کډوالو، بېوزله او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته ژمنۍ مرستې ووېشلې.
د نغدو مرستو وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته له ۲۰۰ نه تر ۲۷۴ امریکایي ډالر او له یادې جملې یو شمېر کورنیو ته د نغدي مرستو ترڅنګ کمپلې هم ووېشل شوې.