پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان په برخه کې د NRC موسسې له مسوول سره وکتل
کابل- د سلواغې ۶مه-۱۴۰۱
محترم الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، نن سهار له محترم نیل چارلس تورنر د افغانستان په برخه کې د NRC موسسې له مسوول سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان په برخه کې د یادې موسسې رییس د خپلو فعالیتونو په اړه په خبرو سره ووېل: چې نږدې ۶۰ کاله کېږي چې دغه موسسه په افغانستان کې د روغتیا، تغذیې، روزنې او بیا رغونې په برخه کې فعالیت کوي.
نوموړي د دې ترڅنګ چې په خپل کاري استقامت کې د ښځو د نه شتون ستونزه يې ياده کړه او د دې ستونزې د هواري غوښتنه يې وکړه، ويې ويل چې دغه موسسه خپل ټول فعاليتونه د کلتوري او اسلامي ارزښتونو په ساتنې سره ترسره کوي.
ورته مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وویل چې دا وزارت هغه اداره ده چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې فعالیت کوي او په ادارو کې د ښځو د شتون موضوع د اسلامي امارت د مشرتابه پریکړه ده. چې هغوۍ باید په دې اړه د اسلامي شريعت سره سم پرېكړه وكړي. همدارنګه هغه وويل، چې د سړې هوا او د هېواد د خلکو زیانمنتوب ته په کتو سرع بايد بشري مرستې سياسي نه شي او غوښتنه یې وکړه چې د دغه موسسې د مرستو د رسولو بهير دې ګړندى شي.
په ورته وخت کې ښاغلي ټرنر له دغه وزارت سره پر لازیاتې همغږۍ باندې د ټینګار تر څنګ، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ته د افغانستان د خلکو لپاره د دغه موسسې د بشري مرستو د زیاتولو ژمنه ورکړه.
