پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه ناستې ترسره کېدل

rahyab
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۹:۵۱
4

لیندۍ – ۱۸مه ـ ۱۳۹۹
دغه ناسته د ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په مشرۍ، د ښاغلی مطیع الله صافۍ د دی وزارت مالي او اداري مرستیال، ښاغلی محمد قاسم حیدري د پېښو د چارو همغږۍ مرستیال، رییسانو، مشاورینو او آمرینو په شتون د پېښو سره مبارزې دولتي عالي کمېسیون د لارښوونو د پلي کېدو او د ژمی احتمالي پېښو ته د رسېدو په پار د سرچینو د تأمین په اړه ترسره شوه.
لومړۍ، د داخلي تفتیش آمر/ ویاند، د دفتر ریاست سرپرست او ستر تخنیکي سلاکار د پېښو سره مبارزې دولتي عالي کمېسیون لارښوونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ناستې په آخر کې ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، د راتلونکې ژمی پېښو ته د رسېدو په پار د سرچینو پر تأمین، په ولایتونو کې د بېړنۍ بودجې مشخصې کړنلارې جوړول او د پېښو سره مبارزې دولتي عالي کمېسیون لارښوونو پر تعقیب ټینګار وکړ او مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وسپارلې.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۲
Background image

د پېښو چارو د انسجام معين په شتون کې د کابل ښار د دویمې ناحيې اړوند د بهارستان لوړ غره په سیمه کې د ښویېدو له خطر سره د مخ ډبرو سروې وشوه

نن ورځ د دو شنبې په سهار د ۲۹/۱۲/۱۴۴۷ هـ.ق نېټه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معين، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو رئيس،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۴
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو او اجباري راستنېدونکو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې امادګي ادارې او د رازي موسسې ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز په ۵ او ۶ ناحيه کې ۳۰۰ مستحقو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۵۰ مستحقو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې امادګي ادارې او د HOPA موسسې ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .