پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د ګیان ولسوالۍ زلزله ځپلو سره وکتل

کابل- د لیندۍ۱۷مه -۱۴۰۱
محترم مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او زلزله ځپلو ته د مرستو د تنظیم کمېسیون سرپرست نن سهار په خپل کاري دفتر کې د ګیان ولسوالۍ زلزله ځپلو سره وکتل او د هغوۍ ستونزې یې واورېدې.
په دي کتنه کې د ګیان خلکو د افغانستان اسلامي امارت او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت څخه زلزله ځپلو ته په وخت سره رسېدنې لپاره مننه وکړه، او خپلې ستونزې، ننګونې او غوښتنې یې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال سره شریکې کړې.
محترم مولوي شرف الدین مسلم د ګیان خلکو ته ژمنه ورکړه چې د هغوۍ ستونزې به حل شي او هغو کسانو ته چې کورونه یې په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي دي کورونه به یې بیا په معیاري توګه د طبیعي پېښو پر وړاندې ترمیم او ورغول شي.
نوموړي زیاته کړه چې د راتلونکي ژمي لپاره به هغوۍ ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې هم ووېشل شي.
