پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت: د وروستۍ زلزلې له امله نېږدې ۱۰۰۰ تنه شهیدان او څه باندې ۶۰۰ تنه نور، ټپیان شوي دي 

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۶:۱۳
News

چهارشنبه، ۱ چنګاښ ۱۴۰۱، ۲۲ ذی القعده ۱۴۴۳
کابل، د رسنیو مرکز:
تېره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه یوې زورورې زلزلې، د پکتیکا، خوست او پکتیا په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه ولړزول چې له امله یې د یادو ولایتونو اوسېدونکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د پکتیکا ولایت په نکې، زیړوک، برملې او ګیان ولسوالیو او د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د یادې زلزلې له امله ۹۲۰ تنه شهیدان او ۶۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت مرستیال، مولوي شرف الدین مسلم د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ لومړۍ نېټه) د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دغه مرکز له رییس سره د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال وویل: " له زلزله ځپلو سره د بېړنۍ مرستې په موخه، د ریاست الوزراء لخوا عاجله ناسته وشوه، چې په دې ناسته کې پېښتو د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ، د کرنې، عامې روغتیا، کډولو او رساتنېدونکو چارو او ملي دفاع وزارتونو، سرې میاشتې او نورو اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، څو له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره بېړني اقدامات وکړي".
ښاغلي مسلم څرګنده کړه په ناسته کې پرېکړه وشوه چې په سملاسي ډول اوسمهال د هر شهید له کورنۍ سره یو لک (۱۰۰۰۰۰) افغانۍ او د هر ټپي له کورنۍ سره پنځوس زره (۵۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشي.  
نوموړي زیاته کړه چې یادې مرستې بسنه نه کوي او پر نړیوالو بنسټونو یې غږ وکړ، چې د پېښې قربانیانو سره تر ممکن حده بشري مرستې وکړي. 
دغه راز د کنفرانس په دوام کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رییس، قاري محمد یوسف احمدي لخوا، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د خواخوږۍ پیغام هم ولوستل شو.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د خواخوږۍ په پیغام کې په یوه برخه کې راغلي"په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تیره شپه د پکتیکا ولایت د ګیان، نکې، برمل، زیړوک او د خوست ولایت سپیرې ولسوالیو په مربوطاتو کې شدیده زلزله شوې چې تر دې دمه د راپورونو له مخې سلګونه کورونه نړیدلي او په تأسف سره چې شاوخوا زر (۱۰۰۰) تنه هیوادوال شهیدان او له ۶۰۰ زیات ټپيان شوي".
همداراز د یاد پیغام په بله برخه کې راغلي" د اسلامي امارت د حوادثو ضد وزارت، ورسره ټولو اړونده مسئولینو، والي صاحبانو او عامو افغانانوته لارښونه کیږي چې له خپلو ټولو امکاناتو سره هرڅه ژر د پيښې ځای ته ځانونه ورسوي، د شهیدانو په را ایستلو، د ټپيانو په انتقال او معالجې او د بې سرپنا شوو سره د عاجلو مرستو لپاره لازم اقدامات وکړي. ورسره له نړیوالې ټولنې، خیره بنسټونو او ټولو بشر پالو نهادونو څخه هم غواړو چې له افغانانو سره په دغه ستر مصیبت کې لاس ورکړي او له غم ځپلو سره هرڅومره چې ممکنه وي خپلې مرستې ونه سپموي".
د راپورونو له مخې اوسمهال په سیمه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې او ټپیانو د انتقال لپاره د اسلامي امارت د اړوندو ادارو ساحوي ټیمونه شتون لري او په چټکۍ سره د مرستې رسونې کارونه پر مخ وړي. 
News pictureNews picture

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۶:۱۸
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۸ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یاد ولایت ته له ایران او پاکستان څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ۶۸ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۵:۱۱
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له عمومي رییس سره وکتل

نن د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له عمومي رییس محترم جان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۴:۲۵
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د KRC مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .