پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت: د وروستۍ زلزلې له امله نېږدې ۱۰۰۰ تنه شهیدان او څه باندې ۶۰۰ تنه نور، ټپیان شوي دي 

tamim_azimi
Wed, Jun 22 2022 4:13 PM
News

چهارشنبه، ۱ چنګاښ ۱۴۰۱، ۲۲ ذی القعده ۱۴۴۳
کابل، د رسنیو مرکز:
تېره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه یوې زورورې زلزلې، د پکتیکا، خوست او پکتیا په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه ولړزول چې له امله یې د یادو ولایتونو اوسېدونکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د پکتیکا ولایت په نکې، زیړوک، برملې او ګیان ولسوالیو او د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د یادې زلزلې له امله ۹۲۰ تنه شهیدان او ۶۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت مرستیال، مولوي شرف الدین مسلم د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ لومړۍ نېټه) د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دغه مرکز له رییس سره د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال وویل: " له زلزله ځپلو سره د بېړنۍ مرستې په موخه، د ریاست الوزراء لخوا عاجله ناسته وشوه، چې په دې ناسته کې پېښتو د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ، د کرنې، عامې روغتیا، کډولو او رساتنېدونکو چارو او ملي دفاع وزارتونو، سرې میاشتې او نورو اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، څو له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره بېړني اقدامات وکړي".
ښاغلي مسلم څرګنده کړه په ناسته کې پرېکړه وشوه چې په سملاسي ډول اوسمهال د هر شهید له کورنۍ سره یو لک (۱۰۰۰۰۰) افغانۍ او د هر ټپي له کورنۍ سره پنځوس زره (۵۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشي.  
نوموړي زیاته کړه چې یادې مرستې بسنه نه کوي او پر نړیوالو بنسټونو یې غږ وکړ، چې د پېښې قربانیانو سره تر ممکن حده بشري مرستې وکړي. 
دغه راز د کنفرانس په دوام کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رییس، قاري محمد یوسف احمدي لخوا، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د خواخوږۍ پیغام هم ولوستل شو.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د خواخوږۍ په پیغام کې په یوه برخه کې راغلي"په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تیره شپه د پکتیکا ولایت د ګیان، نکې، برمل، زیړوک او د خوست ولایت سپیرې ولسوالیو په مربوطاتو کې شدیده زلزله شوې چې تر دې دمه د راپورونو له مخې سلګونه کورونه نړیدلي او په تأسف سره چې شاوخوا زر (۱۰۰۰) تنه هیوادوال شهیدان او له ۶۰۰ زیات ټپيان شوي".
همداراز د یاد پیغام په بله برخه کې راغلي" د اسلامي امارت د حوادثو ضد وزارت، ورسره ټولو اړونده مسئولینو، والي صاحبانو او عامو افغانانوته لارښونه کیږي چې له خپلو ټولو امکاناتو سره هرڅه ژر د پيښې ځای ته ځانونه ورسوي، د شهیدانو په را ایستلو، د ټپيانو په انتقال او معالجې او د بې سرپنا شوو سره د عاجلو مرستو لپاره لازم اقدامات وکړي. ورسره له نړیوالې ټولنې، خیره بنسټونو او ټولو بشر پالو نهادونو څخه هم غواړو چې له افغانانو سره په دغه ستر مصیبت کې لاس ورکړي او له غم ځپلو سره هرڅومره چې ممکنه وي خپلې مرستې ونه سپموي".
د راپورونو له مخې اوسمهال په سیمه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې او ټپیانو د انتقال لپاره د اسلامي امارت د اړوندو ادارو ساحوي ټیمونه شتون لري او په چټکۍ سره د مرستې رسونې کارونه پر مخ وړي. 
News pictureNews picture

Latest news

Sun, Oct 05 2025 3:22 PM
Background image

Two MoUs on Joint Cooperation were Signed Between ANDMA and World Vision and Kuak Organizations

Today in morning, on Sunday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, held a separate meetings at his office with. . .

Sun, Oct 05 2025 9:56 AM
Background image

The Director General of ANDMA Honors Seventeen National Traders from the Country for Assisting Victims of the Recent Kunar Earthquake

Today in evening, the esteemed Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with seventeen national. . .

Sat, Oct 04 2025 9:52 PM
Background image

The Director General of ANDMA Receives Cash Aid from Afghan Traders in Qatar for Kunar Earthquake Victims from the IEA's Ambassador for Qatar

Today in afternoon, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, esteemed Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met with esteemed Mohammad Sohail Shaheen, the. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .