پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، د 1402-1444 کال لپاره د پایلو پر بنسټ د پلان وروستۍ کولو غونډه ترسره کړه
کابل- د کب ۱۴مه-۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د پایلو پر بنسټ د پلان وروستۍ کولو غونډه، نن ورځ د رییسانو او اړوندو آمرینو په شتون کې د دغه وزارت د پلان او پالیسي په ریاست کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې پر اساسي موخو، شاخصونو، اړینو سرچینو، د تطبیق نېټې او نورو اړوندو موضوع ګانو باندې په کاري چارو کې د روڼتیا لپاره بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د غونډې په پایله کې پرېکړه وشوه ترڅو یاد پلان د ستونزو د هواري او وروستي کولو لپاره اړوندو ریاستونو ته ولېږدول شي.