په کونړ ولایت کې 15 زیانمن شوو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش
کونړ - لیندۍ - 10مه - 1399
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د WFP موسېسې سره په همکارۍ، 15 کورنیو ته چې د طبیعي پیښو له امله په دې ولایت کې زیانمنې شوې وې، هرې کورنۍ ته د دوه میاشتو خوراکي توکي وویشل شول.
