په کونړ ولایت کې ۶۵۰ کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې
کونړ- د سلواغې ۳۰مه-۱۴۰۱
د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د AHF موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت په غازی آباد ولسوالۍ کې ۶۵۰ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلو اوړه، ۱۲ لیټره غوړي، ۱۳.۵ کیلو دال او ۲ کیلو مالګه ووېشل شول.