په کونړ ولایت کې د ۱۰ زیانمنو کورنیو سره خوراکي مرستې ترسره سوې
کونړ- د ربیع الاول ۳-۱۴۴۶
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست د WFP موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت مرکز اسعدآباد او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۱۰ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې سوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دالنخود، ۱ کیلو مالګه او انرژي لرونکي چاکلېټ ووېشل شول.