په کندهار کې 310 مستحقو کورنیو ته څه د پاسه 8 میلیونه افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې

کندهار- د غبرګولي 4مه- 1401
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د DRC موسسې سره په همکاري, هغو 310 کورنیو ته چې تېر کال د یاد ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د جګړې او وچکالۍ له امله زیانمنې شوي وې, نغدي مرستې ووېشلې.
دغه مرستې چې تولټال 8680000 افغانۍ کېږي, هرې کورنۍ ته 28000 افغانۍ ووېشل شوې.