په کندهار کې له ۲۹ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وویشل شوه
کندهار _ ٢ ربيع الاول ١٤٤٦ هـ
په کندهار ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله له ۲۹ کورنیو سره نغدي مرسته وویشل شوه.
د کندهار د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د DRC موسسې په همکارۍ ۲۹ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته ووېشله.
د يادونې وړ ده، چې د هرې کورنۍ ونډه ۱۱ زره افغانۍ وه، چې له سروې وروسته پرې ووېشل شوه.