په کندهار ولایت کې ۸۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ژمني کېټونه، نغدي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

کندهار- د لیندۍ ۱۳مه-۱۴۰۱
د IOM موسسې د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په سپین بولدک، شورابک، ارغستان، معروف، تخته پل، شاه ولیکوټ، ښکته میوند، ژړۍ او پنجوایي ولسوالیو کې د ۸۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې ژمني کېټونه، نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ژمنۍ کېټ، ۲۰۰ امریکایي ډالر، ۳ تختې کمپلې، زنانه شال او خولۍ ووېشل شول.