په کندهار ولایت کې ۴۶۰ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي توکې ووېشل شول
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست، هغو ۴۶۰ کورنیو ته چې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د جنګ او ناامنۍ له امله بېځایه شوي وې، له سروې وروسته د ارغنداب ولسوال انجنیر محمد شریف، پېښو پر وړاندې چمتووالي رییس او د سوداګرو په استازیتوب د سوداګرۍ خونې لمړی مرستیال حاجی محمد داود قادري او انجینر عبدالباقي بنا په شتون هرې کورنۍ ته دوه قلمه خوراکي توکې ووېشل.