په کندهار ولایت کې ۱۷ بېځایه شویو کورنیو ته نقدي پیسې او د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوی

کندهار – سلواغې – ۱۶مه – ۱۳۹۹
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست، هغو ۱۷ کورنیو ته چې د جګړو له امله بېځایه شوي وې، هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ او د خوراکي توکو یو کېټ، پېښو پر وړاندې چمتووالي رییس، د ولایتي شورا استازي، د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال، د ارغنداب ولسوالۍ ولسي شورا رییس او د مدني ټولنو استازو په شتون ووېشلې.