په کندهار ولایت کې ۱۶ زیانمنو کورنیو سره خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترسره شوې
کندهار- د وږي ۸مه-۱۴۰۲
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۱۶ کورنۍ چې د طبیعي پېښو له امله ځاني او مالي زیانونه ورته رسېدلي وو، له سروې وروسته یاد شمېر کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، ۱۰ کیلو دالنخود، ۴۸ پاکټه مګي آش یو شمېر نور توکي او همدارنګه له یادې جملې ۳ کورنیو ته خیمې هم ووېشل شوې.