د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سالنګ ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي لارو د پاکولو پروژه بشپړه کړه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو او د عامه زیربناوو د خوندیتوب په موخه، د سالنګ ولسوالۍ د کوګ لامۍ درې اړوند د اونروه کلي د مانده او سېلابي لارو د پاکولو پروژه په بریالیتوب سره بشپړه کړه.
د دغې پروژې د عملي کولو لپاره د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست درې عرادې JCB اسکواټورونه سیمې ته استولي وو، ترڅو د وروستیو سیلابونو له امله راټول شوي رسوبات، خټې او ډبرې پاکې او د اوبو لارې بېرته عادي حالت ته راوګرځوي. د یادو ماشینونو په وسیله د پاکولو چارې په چټک او معیاري ډول ترسره شوې.
د پروژې په بشپړېدو سره هغه خطرونه چې د اونروه کلي کلینیک، عمومي سړک او د سیمې نور مهم عامه المنفعه تأسیسات یې د سیلابونو او رسوباتو له امله ګواښل، په بشپړه توګه له منځه ولاړل او یادې سیمې اوس د احتمالي سیلابونو پر وړاندې تر پخوا ډېرې خوندي شوې دي.
د پروان ولایت د پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي چې د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو، د خلکو د ځان او مال د ساتنې او د عامه زیربناوو د خوندیتوب په موخه به خپلې وقایوي پروژې د ولایت په بېلابېلو له خطر سره مخ سیمو کې دوامداره وساتي.
