په کندهار ولایت کې د ۲۶ شهیدانو ورثه ته نغدي مرستې ووېشل شوې
کندهار- د لړم ۲۸ مه-۱۴۰۱
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په سپین بولدک، ژړی، ارغنداب، خاکرېز، معروف، شاولیکوټ، تخته پل او میوند ولسوالیو او مرکز کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د ۲۶ شهیدانو ورثه ته له سروې وروسته د هر شهید کورنۍ ته ۱۰۰،۰۰۰ نغدي افغانۍ ووېشلې.
