په کندز ولایت کې د پېښو له امله ۳۲۶ زیانمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې محترم مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ, د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت په کچه د پېښو له امله ۳۲۶ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د پېښو سره مبارزې ولایتي کمېسیون د پلاوي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه, ۲۵ کیلو وریجې او ۳ لیټره غوړي ووېشل شول.
۱۴۴۶/۰۴/۱۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره