په کاپیسا ولایت کې د ۵ شهیدانو ورثه ته نغدي پیسې ووېشل شوې
کاپیسا- د وږي ۳۰مه-۱۴۰۱
د کاپیسا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د ۵ شهیدانو کورنیو ته چې په یاد ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، نغدي مرستې ووېشلې.
دغه مرستې د یاد ریاست له امکاناتو څخه ترسره شوي او د هر شهید ورثه ته ۱۰۰ زره افغانۍ ووېشل شوې.