په کابل ښار کې د غیرمعیاري تېلو ټانکونو او پمپ سټېشنونو د تړلو لړۍ پیل شوه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۷:۱۳
news image

نن سهار د دوشنبې په ورځ، د افغانستان اسلامي امارت عالي مقام د لارښوونې پر بنسټ، د تيلو هغو ټانکونه او پمپ سټېشنونه چې د اورلګېدنې پر وړاندې د احتیاطي تدابیرو معیارونه یې نه ‌وو رعایت کړي، د اورلګېدنې د مخنیوي دایمي کمېټې له لوري د چارو د ادارې، د کابل ښاروالۍ، د کورنیو چارو وزارت د اطفایې عمومي ریاست، د نفت او ګازو ادارې، د ښار جوړونې وزارت، د مالیې وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ، د افغان ملي بیمې شرکت، د سوداګرۍ خونې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د استازو په شتون کې یې د تړل کېدو لړۍ پیل شوه.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د خطرونو د کمولو او وقایې رییس، ملا نورمحمد بدري، د دې لړۍ پر مهال وویل چې د تيلو هغه ټانکونه او پمپ سټېشنونه چې د ځانګړو طرزالعملونو او چک‌لیستونو سره سم یې اقدام نه‌ دی کړی، نن به وتړل شي. نوموړي د ټولو پمپ سټېشنونو له مالکانو وغوښتل چې هغه احتیاطي تدابیر دې په پام کې ونیسي چې مخکې ورسره شریک شوي، تر څو خپل ځان او مال خوندي وساتي.
همداراز، د کابل ښاروالۍ باصلاحیته استازي او د اورلګېدنې د مخنیوي دایمي کمېټې غړي، انجنیر عصمت‌الله انصار، وویل چې دا کمېټه شاوخوا یو نیم کال وړاندې د ریاست‌الوزرا عالي مقام په لارښوونه جوړه شوې او تر دا مهال یې د ۱۵۵ تيلو ټانکونو او پمپ سټېشنونو راپور د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریک کړی، چې له یادې جملې یې ۸۹ د تېلو ټانکونه او پمپ سټېشنونه د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا تایید شوي چې له مخې یې غیرمعیاري تأسیسات تړل کېږي.
په دوام کې، پېښو ته د رسېدنې او د اطفایې عمومي ریاست استازي حاجي امین امیني، د دې کمېټې د جوړېدو موخه د اورلګېدنې پر وړاندې د وقایوي تدابیرو نیول، او د خلکو د ژوند، مال او ملي شتمنۍ ساتنه وبلله.

د یادونې وړ ده، چې د اورلګېدنې د مخنیوي دایمي کمېټې تر دې دمه ۳۷۰ د تيلو ټانکونو او پمپ سټېشنونو ته چک‌لیستونه ویشلي، چې له دې جملې یې ۵۵ ارزول شوي، او د دې شمېر څخه یې ۱ مورد معیاري، ۳۱ مورده نسبي معیاري، ۶ مورده نیمه معیاري او ۱۷ مورده غیرمعیاري پېژندل شوي دي.
په پای کې، د اورلګېدنې د مخنیوي دایمي کمېټې څرګنده کړه، چې د هېواد په کچه د اورلګېدنې د مخنیوي په موخه د تېلو ټانکونو او پمپ سټېشنونو د اروزنې او تړلو لړۍ به په دوامداره توګه ترسره کېږي، ځکه چې په مرکز او ولایتونو کې هره ورځ د اورلګېدنې پېښې رامنځته کېږي، چې اصلي لامل یې هم د سوداګرۍ مرکزونو، د تېلو ټانکونو او پمپ سټېشنونو د مالکانو لخوا د خوندیتوب اصولو نه رعایتول دي.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۱۶ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۵۲ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د اکټیډ (ACTED) او د اسلامیک ریلیف (IRW) له موسسو سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لاسلیک شويو هوکړه لیکونو له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۰
Background image

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو استنادي دېوالونو جوړولو کار پیل شو

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د همغږۍ په پایله کې، د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۳
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۳۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په مقر ولسوالۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .