په پکتیا ولایت کې 200 اړمنو او زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې
پکتیا- د زمري 16مه-1402
د IRC موسسې د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې 200 اړمنو او زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د لومړي پړاو نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته 12700 افغانۍ ووېشل شوې.