په پکتیا ولایت کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته غیرخوراکي توکي ووېشل شول
پکتیا- د لړم- ۲۲مه-۱۴۰۱
د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، په یاد ولایت کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته چې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ وې له سروې وروسته یاد شمېر کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۳ کمپلې، ۱ دانه کېټ، ۱۰ متره رخت، ۱ جمپر، ۱ جاکټ، د ماشومانو خولۍ او جرابې ووېشل شول.