په پکتیا ولایت کې ۳۰۰ اړمنو، کونډو، یتیمانو او زیانمنو کورنیو ته د نغدو پیسو د وېش لړۍ پیل شوه
پکتیا- د سلواغې ۱۹مه-۱۴۰۲
د IRC موسسې د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په احمدآباد او سیدکرم ولسوالیو کې ۳۰۰ اړمنو، کونډو، یتیمانو او زیانمنو کورنیو ته د نغدو پیسو د وېش لړۍ پیل کړه.
په دې لړۍ کې به هره کورنۍ ۲۳۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کړي.