په پکتیا ولایت کې ۲۸ زیانمنو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې

پکتیا- د چنګاښ ۱۲-۱۴۰۳
د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IRC موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۲۸ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۱۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.