په پکتیا ولایت کې ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې
پکتیا- د وږي ۲۱مه-۱۴۰۱
د WFP موسسې د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت په احمد خیلو ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ کورنۍ چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته خوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې د دغو مرستو په ترڅ کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دال او مالګه ووېشله.
