د سرپل ولایت په الجهاد ولسوالۍ کې د BM-14 ډوله یو فیر راکټ کشف او خنثی شو

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۴۲
تصویر خبر

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د هیلو ټرسټ ماین‌پاکۍ مؤسسې سره د همغږۍ پر بنسټ، د الجهاد ولسوالۍ د نیمدان کلي اوسېدونکو د راپور له ترلاسه کېدو وروسته، د تېرو جګړو پاتې یو BM-14 ډوله ناچاوده راکټ د یادې مؤسسې د ماین‌پاکۍ ټیمونو له لوري کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو.

دا اقدام د ناچاوده توکو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو، د خلکو د ځان او مال د خونديتوب او د سیمې د اوسېدونکو د امنیت د تأمین په موخه ترسره شوی دی.

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د هر ډول ناچاوده یا شکمنو توکو د لیدلو په صورت کې دې دغو توکو ته له نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او ژر تر ژره دې اړوند مسؤلینو ته خبر ورکړي، ترڅو د خلکو د ځان او مال د خونديتوب لپاره پر وخت لازم اقدامات ترسره شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۲:۴
Background image

د فراه ولایت په فراه‌رود ولسوالۍ کې څلور کړۍ د پرسونل ضد ماینونه کشف او خنثی شول

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د DRC دفتر د ماین‌پاکۍ برخې په تخنیکي همکارۍ، د فراه‌رود ولسوالۍ په دولت‌آباد کلي کې د PMN-2 ډوله څلور کړۍ د پرسونل ضد ماینونه کشف او په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د سرپل ولایت په الجهاد ولسوالۍ کې د BM-14 ډوله یو فیر راکټ کشف او خنثی شو

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د هیلو ټرسټ ماین‌پاکۍ مؤسسې سره د همغږۍ پر بنسټ، د الجهاد ولسوالۍ د نیمدان کلي اوسېدونکو د راپور له ترلاسه کېدو وروسته، د تېرو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د اوبو رسونې شبکې د پروژې د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وشوه

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د عامه المنفعه پروژو د پلي کېدو د کیفیت د څارنې په موخه، د یاد ولایت د ساغر ولسوالۍ د ده قاضي کلي د اوبو رسونې شبکې د پروژې له روانو چارو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .