په پروان ولایت کې ۲۵۸ زیانمن شویو کورنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
پروان- د وږي ۲۳مه-۱۴۰۱
د پروان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د UNICEF موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت په شینواري، سیاګرد، شیخ علی، سرخپارسا او کوه صافۍ ولسوالیو کې ۲۵۸ کورنۍ، چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو وریجې، ۱ روغتیایي کېټ، او یو شمېر نور توکي ووېشل.
