په ننګرهار ولایت کې ۵ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې
ننګرهار- د چنګاښ ۱۲-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د کډوالۍ نړۍ وال سازمان سره په همکاري، د یاد ولایت ګوشته، کامه او کوزکونړ ولسوالیو اړوند ۵ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۹۱۵۰ افغانۍ ووېشل شوې.