په ننګرهار ولایت کې ۳۵۲ کورنیو غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

ننګرهار- د کب ۲۵مه-۱۴۰۱
د ماشومانو د ساتنې موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۳۵۲ کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۹ تختې کمپلې، نارینه او ښځینه څادر او پټو، ۴ جوړه جورابې، ۲ جوړه بوټان، ۴ جوړه دریشي، دیګ بخار، ۶ کاسې، چاۍ جوش، د ګاز ډبه او ۱ سولري څراغ ووېشل شول.
