په ننګرهار ولایت کې ۲۳۵ زیانمنو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د غبرګولي ۳مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۲۳۵ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود او ۲ کیلو مالګه ووېشل شوه.