په ننګرهار ولایت کې ۲۱۲ زیانمنو کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته وشوه
ننګرهار- د وږي۲۱مه-۱۴۰۱
د WAW موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت مرکز اړوند ۲۱۲ کورنۍ، چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته کمپلې، فامیلي کېټ، د کور جوړونې وسایل، خیمه، ترپال، ګاز ډبه او نور وسایل ووېشل.
