په ننګرهار ولایت کې ۱۵۸ کاریګرو د کار په بدل کې نغدي پیسې ترلاسه کړې
ننګرهار- د وري ۱۸مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د Save the children موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت دوربابا ولسوالۍ اړوند ۱۵۸ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۶۷۹ زره او ۹۴۰ افغانی ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې یاد شمېر کاریګرو ته د ۱۰ ورځو کار په بدل کې د یوې ورځ لپاره له ۴۱۹ نه تر ۵۴۷ افغانۍ ووېشل شوې.